ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکوي، له مصر سره په پولې کې د فلسطین دغزې تړانګې په ترټولو جنوبی برخې رفح ښار کې د فلسطینیو کورنیو ډيری بچیان د قرآن کریم د زده کړې په خیمو کې حاضریږي او د قرآڼ کریم په زده کولو ، او داسلامی عقایدو او اخلاقي درسونو باندې بوخت دي.
یوه خیمه په رفح ښار کې په الجنینه کوڅې کې په واقع یوه ښونځي انګڼ کې جوړه شوې ده او هغه ماشومان چې زیاتره برخهع ئې د غزې تړانګې اوسیدونکی دي ،په دغو ښونځیو کې د قرآن کریم زده کړې ، ددینی احکامو او فرایضو زده کولواو داخلاق درسونو کې ګډون ته مخه کوي. ددغوخیمو له جوړولو څخه موخه د قرآن کریم د زده کولو لپاره د زمینې برابرول او د ماشومانو د روحیې پیاوړي کول بیان شوي دي.
هغه معلمان چې په دغو خیمو کې د قرآن کریم زده کړې ورکوي، هغه دینی طلبه دی چې پخپلې خوښې په دغو خیمو کې حاضریږي . په دغو خیمو کې د اخلاقی درسونو او ویناؤ مجلسونه د صبر او د نورو دینی فضایلو په څير احکامات او په اسلام کې دهغو اخلاقو ښودلو ته بیله شوي دي چې ډيرې سپارښتنې ئې شوي دي.